http://www.voadeew7atyehbwzs3tykzgnv7tkrur5t4e4qyu7e7yu5va74aznzsqd.onion/a/ap-reports-calm-monday-in-khartom-following-talks-between-warring-sides/7083833.html
تېره هفته د جمعې په ورځ متحده قومونو خبردارې ورکړی وو، چې کله نه د سوډان جګړه شروع شوي هره ورځ په کې یو شمېر ماشومان مري یا زخمیان کېږي. ای اېف پي خبري اداره د یونیسف د ویاند جېمز اېلډر د خولې وايي، د 15 اپرېل نه تر 25 اپرېل پورې په 11 ورځو کې "مونږ ته رارسېدلي رپورتونه ښيي چې 190 ماشومان وژل شوي او 1700 زخمیان دي. ددی مطلب دا شو چې په هره ګنټه کې 7 هلکان یا جینکۍ یا خو وژل کیږي یا زخمیان کېږي. " د 15 اپرېل نه چې کله نه په خرطوم کې د پوځ او د RSF ترمنځ دغه جګړه شروع شوي نو...