http://www.mashaal2bhsvkh3wznicm7224zvn2ua4mkjvbzwc6qpnwxw2gurqikid.onion/a/%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D9%84%D8%A7%D9%88%DB%8C-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%AA%D8%AD%D8%B1%DB%8C%DA%A9-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%DB%8C/31967480.html
وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو. خو پر اوربند سربېره په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې بریدونه روان دي چې پکې ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نښه کېږي.